د ۲۰۵میلادي اتل قول اردو د قومندانۍ د منسوبینوله خوا د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې سيلاب ځپلي وژغورل شول.
د ملي اردو ځواکونو د کندهار او ارزګان پر لاره د بارانونو او سيلاب له کبله بندو پاتو شاوخوا دوه سوه کسانو ژوند ژغورلی.
د کندهار ولایت وياند وايي په شاوليکوټ کې سخت ورښتونه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۵میلادي اتل قول اردو قومندان تورن جنرال داود شاه وفادار د مځکې له لارې ارزګان ولایت ته تللی ترڅو د جنایت کارو سخت دريځو پر وړاندې عملیات پیل کړي.