د فرخندې کورنۍ د هغې لپاره د عدالت غوښتنه کوي

د فرخندې کورنۍ د هغې لپاره د عدالت غوښتنه کوي، دا غوښتنه د هغې د لومړي تلين پرمهال د هغې د کورنۍ غړېو کړې. د فرخندې د تلين يوکال پوره شو او په همدې مناسبت پرون پنجشنبې يو شمېر د بشري حقونو فعالانو په کابل کې لاريون وکړ.

د فرخندې ورور مجيب الله له ازادي راډیو سره په مرکه کې وويل چې دوی له حکومته د عدالت تمه لري:

"دوی بايد عدالت پلی کړي. زموږ غوښتنه د راتلونکي نسل لپاره د عدالت پلي کول ده. د راتلونکي نسل لپاره ځکه وايم چې نور فرخنده تکرار نه شي يانې بله نجلۍ د فرخندې له حالت سره مخامخ نه شي."

فرخنده هغه افغانه وه چې تېرکال د شاه دوشمشېره زيارت په انګړ کې وروسته له هغه تر وحشيانه حمله لاندې راغله چې له همدې ډلې څخه یوه کس دا د قران کريم په سوځولو تورنه کړه چې وروسته څرګنده شوه چې دا خبره ريښتيا نه وه.