په کابل کې يو انتحاري حمله کوونکی له منځه يوړل شو

افغان امنيتي ځواکونو يو انتحاري حمله کوونکی وپېژانده او له منځه يې يوړ، دغه کس غوښتل د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست سرپرست په نخښه کړي.

امنيتي سرچينو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې دغه انتحاري حمله کوونکي غوښتل د يوه قومي مشر په جامو کې پر مسعود اندرابي حمله وکړي.

له کابله د ازادي راډيو د خبريال د راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې ښاغلی اندرابي نن له يو شمېر قومي مشرانو سره وويني.

امنيتي سرچينو ويلي چې نن د ورځې ۱۱بجې شاوخوا دغه انتحاري حمله کوونکی خپل هدف ته تر رسېدو مخکې له منځه یوړل شو.