د صنعتکارانو ټولنه: د افغانستان صنایع۵۰ فیصده له رکود سره مخ شوې

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وایي چې د افغانستان صنایع په سلو کې۵۰ فیصده له رکود سره مخ شوې ده.

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې رییس نصیر احمد انصاف ازادي را‌ډیو ته وویل چې دولت له صنعتکارانو سره خپلې ژمنې نه دي عملي کړي اوهغه امتیازات چې د مالیې، ځمکې، بریښنا او ځینو نورو برخو کې صنعتکارانو ته باید ورکول شي دوی نه دي ترلاسه کړي.

دوی وایي، د صنعتکارانوڅخه د دولت د نه ملاتړله امله کورني تولیدات لکه څنګه چې باید وې وده نه ده کړې.

په افغانستان کې په سلګونه فابریکې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي خو د یوې اقتصادي پالیسۍ د نه شتون او د ناامنیو له امله ډيری فابریکې په مرکز کابل او ولایتونو کې تړل شوي دي.