د سارک غړي هېوادونه لیواله دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د سارک غړي هېوادونه دې ته لیواله دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د دغې خوني د رهبري هییت مرستیال محمد یونس مومند ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت دې د بهرنیو پانګه والو د ملاتړ او په افغانستان کې د دوی د پانګونې لپاره اقتصادي پلانونه جوړ کړي.

ښاغلی مومند وایي چې د سارک غړي هېوادونه غواړي له افغانستانه د جنوي اسیا او منځنۍ اسیا د وصل د ټکي او ټرانزیټي لارې په توګه استفاده وکړي:

"ټوله د سارک غړي هېوادونه لیواله دي چې له افغانستان سره ښه تجارتي اړیکې ولري، موږ هڅه کوو چې د سارک غړېو هېوادونو استازي د افغان ولسمشر او د حکومت له اجراییه رییس سره له نږدې وویني او ډاډ ترلاسه کړې څو د اعتماد او ډاډمنه فضا کې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي."

تیره یکشنبې د سارک غړیو هېوادونو په ګډون په نیپال کې د سارک پنځمه اقتصادي غونډه جوړه شوه.