۴۰۰روږدي کسان له درملنې وروسته عادي ژوند ته راګرځیدلي

په نشه یي موادو د روږدو کسانو د درملنې مرکز وایي چې په مخدره موادو روږدي سلګونه کسان تر درملنې وروسته له دغه مرکزه د فني او حرفه یي زده کرو مرکزونو ته معرفي شوي دي.

دغه ځای مخکې د فنکس په نوم د بهرنیو ځواکونو یو کمپ و او درې میاشتي مخکې د ولسمشر په امر په کې په نشه یي موادو د روږدو کسانو ۱۵۰۰ بستریز روغتیایي مرکز جوړ شو.

د افغانستان د کاراو تولنیزو چارو وزارت وایي، هڅه کوي هغه روږدي کسان چې درملنه یي شوي د فني او حرفه یي زده کړو په برخه کې شامل کړيڅو بیرته خپل کار او ژوند په عادي بڼه پيل کړي.

نجیبه زمان په دې اړه تفصیلي راپور لري اوروي:

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل کې ۴۰۰روږدي کسان له درملنې وروسته عادي ژوند راګرځیدلي