پاکستاني څیړونکي هندوستان ته ځي

پاکستاني څیړونکي په همدې میاشت کې هندوستان ته ځي، څو په هغو څیړنو کې مرسته وکړي چې د هندوستان پر یوې هوايي اډې د برید په اړه کېږي. په دې برید کې ۷کسان وژل شوي وو.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج ویلي، پاکستاني پلاوی د روانې میاشتې په ۲۷ مه نېټه دې هېواد ته رسیږي او د پنجاب په شمال کې به پر یوې هوايي اډې د هغه برید په اړه څیړنو کې برخه واخلي چې د جنوري په میاشت کې شوی.

هندوستان په دې برید کې د جیش محمد ډله چې مرکز یې په پاکستان کې دی پړه بولي. دا برید د دې سبب شو چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د سولې خبرې اترې وځنډیږي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې په نیپال کې د منطقوي کنفرانس ترڅنګ د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو د سلاکارسرتاج عزیز سره له لیدنې وروسته په دې اړه څرګندونې کړي.

سرتاج عزیز ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې په ډیرې ښې فضا کې ترسره شوې.