امریکا په سوریه کې دننه خپلواکه اعلان شوې سیمه په رسمیت نه پیژني

د امریکا متحدوایالتونو څرګنده کړې ده چې د سوریې په خاوره کې دننه خپلواکه اعلان شوې سیمه په رسمیت نه پیژني.

تردې مخکې کُردي ګوندونو په سوریه کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د یو فډرالي سیسټم تشکېل اعلان کړی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وايي، په سوریه کې دننه نیمه خپلواکې سیمې نه مني او د امریکا هدف د یوې یو موټي سوریې رامنځ ته کېدل دي.

د کُردي ګوندونو دا اقدام د دمشق او د بشار الاسد د رژیم د مخالفو ډلو چې لویدیځ یې ملاتړ کوي له خوا هم وغندل شو. ترکېې هم د داسې یو اړخیز اقدام پر ضد خبرداری ورکړی دی.

د سوریې په شمال کې د فډرالي سیسټم د رامنځ ته کېدو پلان د الرمیلان په ښار کې د کردي، عرب او ترکمن مشرانو په یوه غونډه کې جوړ شو.

نوې فډرالي سیمه کې د کُردانو تر ولکې لاندې درې سیمې چې د ترکېې په پولو کې پرتې دي او همدارنګه هغه ترکمن او عرب میشتې سیمې شاملې دي چې په وروستیو کې له داعشه نیول شوي دي.