د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب او افغان دولت ترمنځ به د سولې خبرې په راتلونکو ورځو کې هم دوام کړي.
محمدامین کریم چې په دې خبرو اترو کې د اسلامي حزب د هییت مشري کوي ازادي راډیو ته وویل، له افغان چارواکو سره یې له مخکې د توافق یوه مسوده برابره کړې چې باید پر بېلابېلو مادو یې اوس غور او بحث وشي.
نوموړي هیلمندي وښوده چې که مقابل لورې یې صادقانه ګامونه واخلي روانې خبرې اترې یوې ښې نتیجې ته رسیدلی شي.
محمدامین کریم وویل چې افغان حکومت سره له مخکې هم دوی تماسونه لرل خو دا لومړۍ رسمي خبري دي چې د سولې د عالي شورا په منځګړیتوب په کابل کې ترسره کېږي.