امریکايي مشران، د افغانستان په اړه په یو لړ سپارښتنو غور کوي

امریکايي پوځي مشران، د افغانستان په اړه په یو لړ سپارښتنو غور کوي چې ولسمشر بارک اوباما ته یې وړاندې کړي.

دا خبره د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزیف ‌ډانفورډ د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا د پوځې خدمتونو کمېټې ته کړي ده.

ډانفورډ په افغانستان کې وضیعت ستونزمن وباله او دغلته یې د امریکا د اوسني پوځي قومندان جان نیکولسن او پخواني قومندان جان کېمپبل هغه ارزونې سمې وبللې چې وايي طالبان لاهم یو ګواښ دی.

د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز د دې هېواد د سنا د پوځي خدمتونو کمېټې ته وویل، امریکايي پوځي مشران هغه څه ارزوي چې نوموړې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې زده کړي درسونه وبلل.

هغه وویل، پر داسې لارو چارو غور کوي چې له دې درسونو په ۲۰۱۶ م کال کې کار واخیستل.

ډانفورډ زیاته کړه، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له پخواني او اوسني قومندان سره یې سلا مشورې کړي، د هغوی سپارښتنې یې اخیستي او ولسمشر بارک اوباما ته د داسې سپارښتنو د وړاندې کولو په بهیر کې دي چې له مخې به یې په افغانستان کې به امریکايي ځواکونه د افغان ځواکونو ملاتړ په لا ډیره مؤثره توګه وکړئ شي.

دا مهال په افغانستان کې۹۸۰۰امریکايي سرتیري او د درې زرو په شاوخوا کې د ناټو د نورو غړېو هېوادونو سرتیري د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ ماموریت ترسره کوي.