بغلان کې له کورنیو بې ځایه شویو سره مرستې وشوې

په بغلان کې له کورنیو بې ځایه شوېو سره د مرستې په دوام نن د ملګروملتونو د خوړو نړېوال سازمان له خوا له ۶۲۰کورنیو سره مرسته وشوه.

د بغلان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس محمد نصیرکهزاد ازادي راډيوته وویل چې دا کسان ترډېره د ډنډې غوري او ډنډ شهاب الدین د سیمو اوسیدونکي دي چې ورسره د اوړو، غوړېو، مالګې، خرما او بسکویټ مرسته شوې ده.

اخوا کومو کورنیو چې دا مرستې یې ترلاسه کولې د ور رسیدلو زیانونو په پرتله یې ډېرې کمې وبللې خو بیا یې هم ویل چې ژوند به پرې وچلوي.