افغان مدني فعالانو د فرخندې د وژلو لومړی تلین ولمانځه

افغان مدني فعالانو د فرخندې د وژلو لومړی تلین ولمانځه او د هغې د مبارزې د څلي پرانیسته یې وکړه.

دوی پرافغان حکومت په خاصه توګه پر ولسمشر غږ وکړ چې د فرخندې په قضیه کې باید عدالت وشي.

فرخنده تېرکال د کب په ۲۸مه د شاه دوشمشیرې جومات ته نږدې په دې تور چې ګواکې قران پاک ته یې اور ورته کړی دی د یو شمېر قهرجنو خلکو له خوا په وهلو وهلو ووژل شوه او بیا یې جسد هم وسوځول شو.