د کاسوو پولیسو دوه تنه د داعش ډلې سره په تړاو نیولي

د کاسوو پولیسو پرون وويل چې دوه تنه یې د اسلامي دولت ډلې ته د خلکو د جذبولو او مالي مرستې په تور نیولي دي.

یو مشکوک سړی د F.R په نوم یو سوداګر پیژندل شوی چې د کاسوو له ځونانو سره یې مرسته کړې چې د داعش له وسله والو سره یوځای شي. د پولیسو په وینا د دوی یو شمېر یې په عراق او سوریه کې وژل شوي هم دي.

د P.D په نوم دوهم مشکوک کس هم داعش ته د دو وسله والود جذبولو په تور نیول شوی دی. دغه وسله وال مخکې له دې چې په ډسمبر کې له هېواده ووځي پولیسو یې مخه نیولې وه.

پولیس وايي، د کاسوو شاوخوا درې سوه وګړي له داعش سره یوځای شوي او له ۵۰ زیات یې هم وژل شوي دي.

له سلو زیات کسان نیول شوي یا هم ورڅخه په سوریه او عراق کې په جګړو کې د ګډون په خاطرتحقیقات شوي دي.

د نوي قانون له مخې د هرهغه چا لپاره چې په بهرنیو جګړو کې ګډون کوي، تر پنځلس کلونو پورې د بند سزا ټاکل شوې ده.

تیره اوونۍ د کاسوو یوې محکمې له داعش سره د یوځای کیدو په خاطر یو سړی په درې کاله بند محکوم کړ.