ټاکل شوې ده چې د کرکټ د شل اورونو د نړېوال جام لوبوپه ترڅ کې نن د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له سریلانکا سره لوبه وکړي.
دا مسابقه د کابل په وخت د ماښام په شپږنیمو بجو د هند په کلکتې ښارکې پیلیږي.
د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک ازادي راډیوته وویل چې د دې لوبې لپاره پلان چمتو شوی دی.
ښاغلي هوتک زیاته کړه:
"لوبغاړي به له یوه نوي او ښه پلان سره میدان ته کوزیږي او هرې برخې ته پاملرنه کیږي څو د سریلانکا په وړاندې ښه نتیجه ترلاسه شي."
سریلانکا په ۲۰۱۴ کال کې د شل اورونو نړېوال جام ګټلی او په الف ګروپ کې د سریلانکا ترڅنګ له افغانستان سره ویسټ اینډز، انګلستان او د جنوبي افریقا لوبډلې یو ځای شوې دي.