پر شمالي کوریا د نویو اقتصادي بندیزونو د لګیدو اعلان وشو

د امریکا خزانې وزارت پر شمالي کوریا د نویو اقتصادي بندیزونو د لګیدو اعلان وکړ.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ خبریالانو ته په واشنګټن کې د چهارشنبې په ورځ وویل چې دا بندیزونه یو اړخیز دي او په دې پسې لګول شوي دي چې د ملګروملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا له لوري د توغندیو وروستۍ ازموینې وغندلې.

شمالي کوریا تیره میاشت د بالسټیک توغندېو ازموینې وکړې او د جنوري په میاشت کې یې ادعا کړې وه چې هایدروجني بم یې ازمویلی دی.

امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو مخکې هم پرشمالي کوریا یو لړ بندیزونه لګولي وو څو د پرمختللیو وسلو له پروګرامونو لاس واخلي، خو پیونګ یانګ دې بندیزونو ته توجه نه ده کړې.