د افغان ښوونکو لپاره د مأکولاتو د ورکړې وړاندیز تایید شو

د افغانستان کابینې د ښوونځيو او مدرسو د ښوونکو لپاره د اوړي او ژمي په مخه د مأکولاتو د ورکړې وړاندیز تایید کړ.

له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د ولسمشراشرف غني په مشرۍ د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې همدا راز د ښار جوړولو وزارت ته لارښوونه وشوه چې د ښوونکو د ښارګوټو د جوړیدو پلان ته پاملرنه وکړي.

په غونډه کې وړاندیز وشو چې هوا او مالي امکاناتو ته په پام سره دې د دې ښارګوټو د څیړنې راپور بلې غونډې ته د تصویب لپاره وړاندې کړي.