هاشمي: د نظام د ګډوډۍ د احتمال په اړه څرګندونې یو ګمان دی

د جمهور رییس مرستیال ویاند سیدظفرهاشمي

افغان حکومت د نظام د ګډوډۍ د احتمال په اړه څرګندونې یواځې د یوه ګمان په حد کې وبللې.

د جمهور رییس مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي وروسته له هغه دا خبره ازادي راډیو ته وکړه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي نیکولاس هایسم ۲۰۱۶ کال له ستونزو ډک کال وباله او ویې ویل چې د حکومت د بقا خوندیتوب به یوه لویه ازموینه وي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي خاص استازي نیکولاس هایسم د سې شنبې په ورځ د ملګروملتونو امنیت شورا ته ویلي چې ۲۰۱۶ کال به هم د ۲۰۱۵ کال په څېرله ستونزو ډک وي او د حکومت د بقا خبره یوه ازموینه ده.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د نظام د ګډوډۍ د احتمال په اړه څرګندونې یواځې د ګمانونو په حد کې دي ځکه چې حکومت سږ کال د ټولو برخو د ښه والي لپاره هڅې کوي.

د جمهور رییس مرستیال ویاند سیدظفرهاشمي دا خبره د دې لپاره ازادي راډيو ته وکړه چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو خاص استازي ویلي چې سږکال به د افغان حکومت د بقا خوندیتوب یوه لویه ازموینه وي.

ښاغلي هاشمي دا هم وویل چې حکومت د سولې د هڅو ترڅنګ د امنیتي ستونزو د مقابلې توان لري او د نظام د بقا د نه دوام خبره هیڅ د مطرح کېدو نه ده.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"سږکال په دې سربېره چې د افغانستان د سولې د پروسې د بریالي کیدو لپاره هڅې کوو، دې ته هم چمتووالی لرو چې د هېواد د امنیتي سکتور له ټولو رامنځته کیدونکو ستونزو سره مبارزه وکړو. یاده دې وي چې په ۲۰۱۴ کال کې هم د سیاسي او پوځي انتقالاتو څخه مخکې داسې وړاندوینې شوې وې چې د افغانستان نظام به ګډوډیږي خو دا یواځې یو خیال او ګمان و."

د جمهور رییس مرستیال ویاند د ملګروملتونو د خاص استازي د هغې وینا په اړه چې د حکومت په سیاست کې ورځ تر بلې واټن زیاتیږي وویل چې ولسمشر او اجراییه رییس په ټولو ملي مسایلو کې یو نظر لري او د ټولو چارو د ښه والي لپاره پوره همغږي لري.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو خاص استازي نیکولاس هایسم د یاد سازمان د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې خراب اقتصادي حالت، جګړې، سیاسي بیلوالی او ملکي تلفات هغه څه دي چې له امله به یې افغان حکومت په ۲۰۱۶ کال کې له جدي ننګونو سره مخ وي.

هایسم د سې شنبې په ورځ وویل چې په ۲۰۱۶ کال کې به د افغان حکومت د بقا خوندیتوب هم یوه لویه ازموینه وي.

د ښاغلي هایسم تر خبرو وروسته په ملګروملتونو کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي محمود صیقل له نړېوالو وغوښتل چې افغان حکومت ته لاس ورکړي څو د خپلو وګړو د امنیت د ساتلو، اقتصادي پرمختګ او نورو حیاتي مسایلو کې پر مخ ولاړ شي.

هایسم د سې شنبې په ورځ وویل چې په ۲۰۱۶ کال کې به د افغان حکومت د بقا خوندیتوب هم یوه لویه ازموینه وي.

افغان سیاستي کتونکي هم ۲۰۱۶ کال د افغانستان لپاره له ستونزو ډک کال بولي او تر ډېره د سیاستونو د بیلوالي، د باور د کمېدو او د مخ په ځوړ اقتصادي حالت په برخه کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي وروستۍ څرګندونې تاییدوي.

یو له دغو کارپوهانو څخه جاوید کوهستانی دی:

"د ۲۰۱۶ کال په اړه د ملګروملتونو د خاص استازي تازه څرګندونې او هم ترهغه وړاندې د امریکا متحده ایالتونو د استخباراتو د رییس خبرې تر ډېره پر ځای دي. په یقین سره چې ۲۰۱۶ کال څو واره د ۲۰۱۵ کال په نسبت له ستونزو ډک دی. حکومت د خلکو باور نه دی جلب کړی او جګړې هم زیاتیږي دا هغه اندېښنې دي چې په ۲۰۱۶ کال کې شته او هیله من یو چې ورته جدي تدابیر ونیول شي."

ښاغلی کوهستاني وايي چې حکومت باید د امنیتي پوځیانو په پیاوړتیا، د خلکو د باور په جلبولو او اقتصادي پرمختګونو سره هڅه وکړي چې د ۲۰۱۶ کال په مخه د ډېرو اندېښنو ځواب ووايي.

۲۰۱۶ کال په داسې حال کې د افغانستان لپاره ترډېره ستونزمن بلل شوی چې د دغه هېواد د امنیتي او اقتصادي ستونزو د حل لپاره د روانو هڅو تر څنګ د بروکسل او وارسا نړیوالې کېدونکې غونډې د ستونزو د حل لارو فرصتونه بلل شوي دي.

صفي الله ستانکزی