ترکیه به په هرات کې خپله قونسلګری پرانیزي

ترکي چارواکي وایي چې ډير ژر به د دې هېواد قونسلګري په هرات ولایت کې پرانیستل شي.

په کابل کې د ترکیې سفیر سید علی اکین دا خبرې د هرات له والي محمد اصف رحیمي سره د لیدو پرمهال کړي دي.

د ترکیې سفیر وایي چې په هرات کې د دې قونسلګرۍ د کارونو په پیل سره به له استانبوله دې ولایت ته مستقیم پروازونه پیل شي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د دې قونسلګرۍ اداري کارونه د ترکيي د بهرنیو چارو وزارت له خوا روان دي.

په همدې حال کې د هرات والي په دې ولایت کې د ترکیې قونسلګرۍ پرانیستل کېدل د دواړو هېوادو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټور بولي.