د لوی روغتون له عملیاتونو خبر شئ!

د ګوړې اچارپه دې خپرونه کې لومړی د بسوګۍ له شمسو څخه څو مهم خبرونه در اوروو چې په یوه خبرکې ېې ویل شوي دي چې د حکومت یوه معاون له خپلې خسرګنۍ او بل معاون ېې له ماماګنۍ سره وکتل!

په بل خبرکې راغلي چې والي شیریندل خان د خپلو باډیګارډانو د تشریفاتو قطعه
په داسې حال کې معاینه کړه چې یوه عسکر د خولې موزیک ورته غږاوه!

بیا مو د هغو لاسي بمونو،کلاشینکوفونو او راکټ لانچرونو له جنګي لوبو خبروو چې په کومو کې مو ګاونډي هېوادونه خواږه پوډر او خوږې ګولۍ رالیږي!

په پای کې مو د لوی روغتون له عملیاتونو خبروو، په لوی روغتون کې د عملیات کیدونکي ناروغ په سر هغه د چا خبره سمه بزکشي روانه وي او هر متخصص ډاکټر هڅه کوي چې د پیسه داره ناروغ عملیات دې وکړي چې ډیر فیس لاس ته راوړي!

نو هر څومره چې ناروغ ډیر شتمن او پیسه دار وي هغومره یې د عملیات څیرې شوي ځای هم اوږد وي!

ترڅو ثابته شي چې عملیات مهم او خطرناک و!

جوړوونکی: ننګیارنااشنا

Your browser doesn’t support HTML5

د ګوړې اچار