ترکي چارواکو درې اکاډميک کسان د تروريستي پروپاګند په تور نیولي دي.
دا له هغه وروسته چې دوی په ښکاره توګه د ترکيې په کرد اکثريت جنوب لوېديځ سيمه کې د امنيتي عملیاتو د بندولو غوښتنه وکړه.
پوليسو په هغه محکمه کې چې د دغو کسانو د نيولو حکم يې ورکړ، يو برتانوی وګړی هم بندي کړی او تر پلټنو لاندې نيولی دی.
حکومت د هغه موټر بم چاودنې تور پر کردستان کارګر ګوند پوري کړی چې په انقره کې د مارچ په ۱۳مه شوې وه او په کې ۳۷ کسان وژل شوي وو.
د دې چاودنې مسئوليت هېڅ چا پر غاړه نه دی اخيستی.
تر دوه زره زياتو اکاډميکو کسانو په جنورۍ مياشت کې د ترکيې په جنوب ختيځ کې د نظامي عملیاتو پر ضد يوه عرضه لاسلیک کړه.
دغې عرضې ولسمشر رجب طيب اردوغان په غصه کړ.
ده ويلي چې دا اکاډميک کسان به د خپل خيانت بيه پرې کوي.