اندونیزیايي پوځیانو ۲ چیني او یغور وګړي وژلي

اندونيزيا وايي، امنيتي چارواکو يې دوه چيني او يغور وګړي وژلي چې له يوې سخت دريځې ډلې سره يې تړاو درلود.

د مسلمان اقليت او يغور سره اړوند دغه کسان پرون په نښته کې په سولاويسي ټاپو کې وژل شوي.

د پوليسو په وينا، دغو دوو کسانو د سانتوسو په نامه سخت دريځې کس په ډله کې شامل شوي وو.

سانتوسو د اندونيزيا تر ټولو لوی د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې ملاتړی بلل کېږي او له تېرو درېیو کلونو راهيسي له حکومته پټ دی.

څلور نور اويغور سړي تېر کال زندان ته له هغه وروسته ولېږل شول چې غوښتل يې په دغه سخت دريځه ډله کې شامل شي.