ټاکل شوې ولسمشر غني د خصوصي سکټور له استازو سره وګوري

ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني راتلونکې جمعې ورځ د خصوصي سکټور له یوشمېر استازو سره وګوري.

د سوداګرۍ اوصنایعو خونې د عامه اړیکو مسؤل صیام الدین پسرلي ازادي راډیوته وویل چې ولسمشر اشرف غني به په دغه غونډه کې د افغان سوداګرو، باغلرونکو او کسبه کارانو ستونزي واوري، او د صادراتو د زیاتوالې او د کورنیو تولیداتو پرپیاوړتیا به هم خبرې وکړي.

ښاغلی پسرلی وایي چې په غونډه کې به په هېواد کې د سوداګریزو فعالیتونو د زیاتوالي په هدف د نویو پلانونو په اړه هم معلومات وړاندې شي.

په دغه غونډه کې به د اقتصادي سکټوري وزارتونو وزیران هم ګډون ولري.