ټاکل شوې ده چې د شطرنج د ملي ټیم سیالۍ به نن پای ته ورسیږي.
د افغانستان د بدني روزني ریاست د مطبوعاتو مسول عارف پیمان ازادي راډیو ته وویل چې په دغه سیالیو کې د کابل په ګډون د افغانستان له ۲۸ ولایتونو څخه ۱۰۰ لوبغاړو ګډون کړی دی.
د ښاغلي پیمان د دغه سیالیو هدف د ملي ټیم لپاره د ۲۵ غوره لوبغاړو انتخاب
بللي دي.