د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه

د افغانستان د مالیې وزیر د اسیا پراختیایي بانک له مشر سره په کتنه کې په هېواد کې د زېربنایي پروژو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي ازادي راډیوته وویل چې په دغه کتنه کې د اسیا د پراختیایي بانک مشر له افغانستان سره په زېربنایي پروژو کې د مرستو ژمنه وکړه.

ښاغلی عبدالرحیمزی وایي چې د اسیا پراختیایي بانک به په افغانستان کې د انرژۍ، د ګازو د تولید، طبیعي زیرمو او یوشمېر نورو برخو کې خپلو مرسته ته دوام ورکړي:

"د اسیا پراختیایي بانک مشر یو ځل بیا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د زېربنایي پروژو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، دغه بانک معمولاً په افغانستان کې د انرژۍ، کرني، ټرانسپورټ او سړکونو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي."

چارواکي وايي چې د سیا پراختیایي بانک په تېرو شاوخوا ۱۴ کلنوکې د افغانستان یو لوی مرسته کوونکی و، او په دغه موده کې یوشمېر لوی او کوچنۍ پروژې د دغه بانک په مرسته عملي شوي دي.