هلمند: د خانشین د بېرته نیولو په هدف عملیات پیل شوي

افغان ځواکونو د هلمند د خانشین ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د هلمند دوالي ویاند عمرځواک ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال د خانشین ولسوالۍ ودانۍ سره سخته جګړه روانه ده.

نوموړي یوازې د درېیو افغان سرتېرو د وژل کېدل او اوو نورو ټپي کېدل ومنل.

خو یوشمېر نورو امنیتي سرچینو ازادي راډيو ته ویلي چې تر اوسه په دې نښته کې پنځه افغان سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

له بلې خوا د ولسي جرګې د نن ورځې په غونډه کې هم د هلمند یوشمېر استازو وویل، که چېري حکومت د هلمند امنیتي وضعیت ته پام ونه کړي د هلمند نورې ولسوالۍ به هم سقوط وکړي.

یوشمېر امنیتي سرچیني وایي چې خانشین ولسوالي نن د دویمې ورځې لپاره د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.

وسله والو طالبانو بیا رسنیو ته ویلي چې د خانشین ولسوالۍ کنټرول د دوی په لاس کې دی او ادعا کوي چې په دې جګړه کې یې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.