د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او شپږنور ټپیان دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان عبدالحبیب سید خېل ازادي راډيو ته وویل چې داعملیات د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف له تېرې ورځې راهیسې پیل شوې دي.
نوموړي همدارنګه وویل چې د سړک غاړي ماین په دوو چاودنو کې یو افغان سرتېری وژل شوی او د یو پولیس په ګډون څلور ملکي وګړي ټپیان دي.
خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې په اسمار ولسوالۍ کې ۲۰ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.