جان کري راتلونکې اوونۍ مسکو ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پام کې لري راتلوونکې اوونۍ مسکو ته په خپل سفر کې له سوریې څخه د روسي ځواکونو د ایستلو او په هغه هېواد کې د سیاسي انتقال د بهیر په اړه خبرې وکړي.

جان کري د سې شنبې په ورځ ویلي چې دی به د روسیې له ولسمشر ولادي میر پوتین سره وګوري او د سولې خبرو د پرمختګ په اړه به خبرې وکړي.

کري وایي، د سوریې د سولې بهیر یو ډېر مهم پړاو ته رسېدلی دی.

روسیې د ولسمشر پوتین په سپارښتنې سره وروسته له هغه له سوریې څخه د خپلو پوځي ځواکونو ایستل پیل کړه چې په ژنیو کې د سوریې د پنځه کلنې جګړې د ختمولو لپاره د نړیوالې ټولنې په منځګړیتوب د سولې خبرو لپاره هڅې روانې دي.