په ۴ جنوب ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین پیل شو

د افغانستان په څلورو جنوب ختیځو ولایتونو کې شاوخوا نهه سوه زره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو.

دغه کمپاین د سې شنبې په ورځ په لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې پیل شو او درې ورځي به دوام وکړي.

د لوګر والي محمد حلیم فدایي دا د هغو هڅو یوه برخه بولي چې باید تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغي په بشپړ ډول له منځه یوړل شي:

"دا د نظام هغه ژمنه ده چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړې ده چې تر ۲۰۱۸ میلادي کال پوري به د ګوزڼ ناروغي له افغانستان څخه محو کوي، پر همدې تعهد باندې ولاړ یو، نن ما شخصاً، د امنیه قوماندان، ښاروال او د ټولو ولسوالیو ولسوالان کلیو او بانډو ته ورغلي یو ترڅو هلته ماشومانو ته هم د پولیو واکسین او هم د ویټامین اې څاڅکې ورکړل شي."

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان د راپور له مخې دغه ناروغي اوس یوازې په افغانستان او پاکستان کې پاتې ده.

یو باور دا دی چې په افغانستان کې د ناامنیو له کبله واکسین کوونکي نشي کولی دغه کمپاینونه په سمه توګه پرمخ بوزي او بل لور د کورنیو بې پروایي هم ددې لامل بلل کېږي چې لا هم په دې هېواد کې دا ناروغي تر اوسه له منځه نه ده تللې.