د بلخ د کرنې ریاست چارواکي وايي چې روان کال په دې ولایت کې د زعفرانو محصولات د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات وو.
د دغه ولایت د کرنې رییس کاتب شمس ازادي راډیو ته وویل سږ کال په دغه ولایت کې په لس نیم جریبه ځمکه کې زعفران کرل شوي و چې ټول حاصلات یې ۷۰ کیلوګرامو ته رسېدل.
ښاغلي کاتب زیاتوي له نارینه وو سربېره یوشمېر ښځې هم په دغه ولایت کې د زعفرانو په کر کیله مصروفې دي.