په اذربایجان کې د اپوزېسیون یو غړی محمد ابراهیم په دری کاله زندان محکوم شو.
د باکوکې محکمې د اذربایجان د حکومت د اپوزېسیون ډلې ولسي جبهه سلاکار محمدابراهیم نن په هولیګنیزم یا نورو ته په مزاحمت او تخریب تورن کړ او په همدې ورځ یې پر هغه د جرم حکم ثابت کړ.
ابراهیم په سپټمبر کې نیول شوی وو.
ده په محکمه کې د ځان په بې ګناهۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې پر هغه لګېدلي تورونه سیاسي اړخ لري.
د ده مدافع وکیل یالچین ایمانووف وویل چې د محکمې د حکم پر ضد به عرض وکړي.