د ترکیې پوځ وايي چې د کردستان د کارګر ګوند یا پي. کې. کې لږترلږه ۴۵ وسله وال د عراق په شمال کې د دوی په هوايي حملو کې وژل شوي دي.
د ترکیې حکومت د یکشنبې په ورځ په انقره کې تر بمي حملې وروسته چې ۳۷ تنه په کې ووژل او ګڼ شمېر نور زخمیان شول، د عراق په شمال کې د کردستان په غرنیو سیمو کې هوايي حملې وکړې.
د ترکیې صدراعظم احمد داود اغلو ویلي چې څېړونکي تقریباً دې نتیجې ته رسېدلي چې په انقره کې حمله د کردستان د کارګر ګوند وسله والو کړې وه.
د ترکیې د پوځ خبرپاڼه وايي چې د عراق په شمال کې د قندیل په غرونو کې چې د پي. کې. کې وسله وال پټ مرکزونه لري، په هوايي حملو کې د وسلې دوه ډيپوګان ویجاړ شوي دي.
د ترکیې د پوځ دا ادعا خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې.