په نړیوالو مارکیټونو کې د تېلو بیه نن بیا را ولوېده.
داسې اندېښنې شته چې د روسیې او د تېلو د نړیوال سازمان اوپيک دا وړاندیز چې د تېلو د استحصال اندازه په پخواني حالت کې وساتي، ښايي د ایران له مخالفت سره مخامخ شي.
د خامو تېلو بیه پرون درې سلنه ولوېد او نن په مارکېټ کې د تېلو د یوه بېرل بیه تر څلوېښت ډالرو ټیت شو.
د روسیې د انرژۍ وزير الکساندر نوواک وویل چې تهران اوسمهال پلان نه لري چې د روان کال په ترڅ کې د تېلو د استحصال اندازه په پخواني حد کې وساتي خو ښايي هغه وخت فکر ورباندې وکړي چې د تېلو استحصال پر تهران د نړیوالو د اقتصادي بندیز تر اعلان مخکې حد ته ورسوي.
نوواک همدا راز وویل چې د اوپک یا د تېلو د سترو صادرونکو هېوادونو غونډه چې باید د روانې میلادي میاشتې مارچ په شلمه شوې واي، د اپریل ترمیاشتې ځنډېدلې ده، خو ټینګار یې وکړ چې له ایرانه پرته، د تېلو نور ستر صادرونکي باید پر دې موافقه وکړي چې د تېلو استحصال زیات یا کم نه کړي بلکې په زاړه حد کې یې وساتي.