د کابل په ټولو ولسوالیو کې صنعتي پارکونه جوړېږي

د کابل ولایت په ټولو ولسوالیو کې به یو یو صنعتي پارک جوړشي.

د دې پارکونو د جوړولو تفاهمنامه د سې شنبې په ورځ د کابل د والي او د پانګې اچونې د ملاتړې ادارې د ریيس ترمنځ لاسلیک شوه.

دا لومړی ځل دی چې د کابل ولایت په ټولو ۱۴ ولسوالیو کې د صنعتي پارکونو جوړولو ته اقدام کېږي.

د دې پارکونو د جوړولو تفاهمنامه د سې شبنې په ورځ د کابل د والي حامد اکرم او د پانګې اچونې د ملاتړې ادارې د ريیس محمد قربان حقجو ترمنځ لاسلیک شوه.

ښاغلي حقجو وویل، د دې پارکونو په جوړولو کې به له پانګوالو سره، د دوی له مقرراتو سره سمې مرستې وشي:

"موږ باید زراعتي اقتصاد، اقتصادي او تجارتي کړو، په دې پارکونو کې زیربنايي برخې لکه سړک، برېښنا، اوبه او نورې ټولنیزې موضوعګانې په پام کې نیول شوي دي، کابل ولایت به موږ ته په ۱۴ ولسوالیو کې ځمکې راکوي، هره ځمکه به له ۲۵ جریبو څخه کمه نه وي، جوړېدونکي پارکونه به له نړیوالو معیارونه سره سم جوړ شي، په دې پارکونو کې به د پانګې اچونې لومړی حق د مربوطې ولسوالۍ پانګوالو ته ورکړل شي."

ښاغلي حقجو وویل، د دې پارکونو ترڅنګ به د تولید شویو موادو د څرخلاو بازارونه هم جوړشي، تر څو اخیستونکي په اسانۍ سره د ضرورت وړ مواد او حاصلات ترلاسه کړي.

د کابل والي حامد اکرم وویل، دوی د کابل ولایت په ټولو ولسوالیو کې دولتي ځمکې لري او په نېږدې ورځوکې به یې، د حکومت د اړوندو ادارو له لارې د ایسا ادارې ته ورکړي.

د کابل والي د دې پارکونو د ګټو په اړه وویل:

"ښه ده چې د کابل ولایت هره ولسوالۍ یو صنعتي پارک یا صنعتی زون ولري چې بزګر او باغ لرونکي په کې ځمکني محصولات په ښه توګه پروسس کړي، همدارنګه په هره ولسوالۍ کې به تر ۳۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره شي او په سیمه کې به مثبت بدلون هم راولي."

د ایسا ادارې د معلوماتو له مخي اوسمهال د هېواد په اکثرو ولایتونو کې صنعتي پارکونه فعال شوي دي.

مسوولینو داهم وویل، دولت ته یې وړاندیز کړی چې یو صنعتي بانک جوړکړي، څو د ضرورت په وخت کې د فابریکو له مالکانو سره مالي مرستې وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې ځینې راپورونه وايي، په وروستیو کلونو کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې یوشمېر فابریکې له فعالیت څخه لوېدلي چې له امله یې په زرګونو کارګر وزګارپاتې شوي دي.

افغان چارواکي د دې لامل په هېواد کي د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتایجو ځنډېدل، ناامني او له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل ګڼي.

دوی داهم وايي، د هېواد اقتصادي وده او له خصوصي سکټور سره مرسته، د دوی په لومړیتوبونو کې ده.

راپور: خان محمد سیند