د ناټو سرمنشي وايي چې ۲۰۱۶ میلادي کال به د افغان ځواکونو په وړاندې سخت کال وي.
ینس سیټولټنبرګ چې له افغان چارواکو سره تر لېدو وروسته یې نن په کابل کې له افغان ولسمشر سره یوې ګډې خبري غونډې ته وینا کوله وویل چې ناټو له افغان ځواکونو سره د تمویل تجهیز او روزنې په برخه کې اوږد مهالو همکاریو ته ژمن ده.
محمد اشرف غني وویل افغانان غواړي چې پوځي او امنیتي ارګانونه یې پياوړي شي.
د ناټو جنرال سکرټر ولسمشر شرف غني او ارجاییه رییس عبدالله عبدالله د وارسا راتلونکې کنفرانس ته چې د افغان ځواکونو سره د لا زیاتو مرستو او همکاریو په اړه جوړیږي دعوت کړل.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له دې وړاندې هم ځینو امریکايي چارواکو ۲۰۱۶ میلادي کال د افغان ځواکونو لپاره له ستونزو ډک کال بللی و.