ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د هېواد ولسوالۍ باید د وسله والو مخالفینو له ګواښونو څخه خوندي وي.
د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي چې ښاغلي غني دغه څرګندونې تېرماښام د جنوبي او لوېدیځو ولایتونو د ملي امنیت له مسئولینو سره په کتنه کې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر ویلي چې د ملي امنیت منسوبین باید دقیق اوسي، ځکه چې په امنیتي برخو کې حکومت ټولې پرېکړې د همدغو منسوبینو د معلوماتو په اساس کوي.
ولسمشر په دې غونډه کې ویلي چې ترهګر باید په افغانستان کې وځپل شي، ځکه چې د عامو خلکو ژوند یې تریخ کړی دی.