صربیا: په الوتکې کې د امریکايي توغندیو په اړه څېړنه کوو

د صربیا حکومت وايي، د یوې مسافر وړونکې الوتکې په منځ کې د دوو امریکايي هیل فایر ډوله توغندیو د موندنې په اړه څېړنې کوي.

ویل کېږي هغه الوتکه چې دا توغندي په کې موندل شوي له لبنان څخه صربیا ته ورغلې وه.

د صربیا لوی څارنوال د دوشنبې په ورځ وویل، ددې موضوع په اړه څېړنه کوي چې ایا چې په موندل شوې توغندیو کې چاودېدونکې موادو وو او کنه.

همدارنګه دا هم پلټي چې توغندي له کومه ځایه او چېرته استول کېدل.

د صربیا چارواکي وايي، پولیسي سپیو دا توغندي په هغې الوتکه کې چې امریکا ته روانه وه موندلي دي.

د لبنان پوځ وايي، دا توغندي د روزنې لپاره وو او چاودېدونکي مواد یې نه لرل.

د لبنان پوځ زیاته کړې دا توغندي یې بېرته هغه امریکايي شرکت ته استول چې تولید کړې یې وو.