نورستان: د دواب امنیه قوماندان د وسله والو په حمله کې وژل شوی

د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ امنیه قوماندان نن سهار د و سله والو په یوه حمله کې ووژل شو.

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل چې عنایت الله له دندې څخه خپل کورته په لاره و چې د لغمان په علینګار ولسوالۍ کې وسله والو پرې حمله وکړه.

نوموړي زیاته کړه په حمله کې امنیه قوماندان وژل شوی او دهغه موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

تر اوسه د دې حملې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

بل خوا د کندز امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه یې په خان اباد ولسوالۍ کې د دولت ۱۰وسله والو مخالفین وژلي دي.