ارګ وايي، ولسمشر غني د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د والیانو د کارونو د اروزنې لپاره له هغوی سره په دوره یې توګه د مستقیمو خبرو بهیر پیل کړی دی.
د ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ولسمشر غني په تېرو دوو ورځو کې د بغلان، کندز، بلخ، سرپل، جوزجان، تخار، سمنګان، فاریاب، هرات، نیمروز، غور او فراه له والیانو سره غږېدلې او د هغوی فعالیتونه یې ارزولي دي.
چارواکي وايي د دې ولایتونو والیانو ولسمشر سره خبرو کې په خپلو سیمو کې د امنیت، خدماتو د وړاندې کولو، ښې حکومتوالۍ او د قانون د حاکمیت په برخه کې خپلې بریاوې او ستونزې شریکې کړي.
د ارګ مطبوعاتي خبرپاڼه د ولسمشر اشرف غني له خولې وايي، د هېواد د والیانو د فعالیتونو د ارزونې بهیر ته به ادامه ورکړي او دا یې د ولایتونو او مرکز تر منځ د واټن د کمولو لور ته یو ګام بللی دی.