احمد شهید په ایران کې د کم عمرو مجرمینو د اعدام په اړه اندیښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو رپوټ جوړونکي احمد شهید په ایران کې د کم عمرو مجرمینو د اعدام د لوړې شمیرې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

شهید چې نن یې خپل رپوټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا ته وړاندې کړ ویلي چې ایران د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ میلادي کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۱۶ تنکي ځوانان اعدام کړي دي.

ایران د نړۍ له هغو محدودو هېوادونو دی چې د نړېوالو قوانینو پر خلاف لا هم مجرمین اعداموي.