ایران: د پارلمان د۶۹څوکیو لپاره به له سره انتخابات وشي

د ایران حکومت نن اعلان وکړ چې د اپریل په ۲۹مه به د پارلمان د هغو ۶۹چوکیو لپاره چې څرګند ګټونکی یې نه درلود، له سره انتخابات وشي.

د ایران په کورنیو چارو وزارت کې د انتخاباتي چارو یوه مسئول نن دا خبر پر دولتي ټلویزیون اعلان کړ .

د ایران د انتخاباتو د قانون پر اساس، د پارلمان د هرې چوکۍ لپاره کاندید باید لږ تر لږه ۲۵ فیصده رایې وګټي څو ګټونکی وبلل شي.

د ایران د پارلمان یوازې ۲۲۱ چوکیو ته کاندیدان په دومره رایېو ورغلي دي.

د ایران پارلمان ۲۹۰ چوکۍ لري.