د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د سوریې د سولې مذاکرې په جینوا کې کیږي.
دا خبرې به د بشارالاسد د رژیم او د سوریې د اپوزیسیون ډلو د استازو ترمنځ وې.
دا نننۍ مذکرې به د هغه نازک اوربند پر ټینګولو ډير تمرکز لري چې په سوریه کې د رقیبو ډلو تر منځ نافذ شوی دی.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډې میسټورا ویلي چې په جینوا کې د خبرو بیا پیل، د حقیقت هغه شېبه ده چې ټینګار کوي چې پلان [ب] جګړې ته ستنیدل دی، یعنې د سولې د مذاکرو له کامیابیدو پرته بله چاره نه شته.