د پوهنې وزارت د غصب شوېو ځمکو په اړه د ولسمشر سپارښتنې

افغان ولسمشرد هېواد امنیتي سکتورته سپارښتنه وکړه چې د پوهنې وزارت د غصب شوېو ځمکو په بېرته را ګرځولو کې دې همکاري وکړي.

له جمهوري ریاسته نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې محمد اشرف غني دغه څرګندونې د پوهنې او ښارجوړونې وزارتونو او نورو اړوندو ادارو له چارواکو سره په ګډه غونډه کې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي غني د خپل کار په لومړېو کې د ملي امنیت شورا او نورو اړوندو امنیتي ارګانونه موظف کړي و چې په څلور میاشتو کې د ښوونکو غصب شوې ځمکې راوګرځوي.