د اذربایجان پولیسو ۵ بنګله دېشي او اذري وسله وال وژلي

رپوټونه وايي چې د اذربایجان سرحدي ځواکونو پرون لږترلږه پنځه بنګله دېشي او اذري وسله وال چې له ایرانه ورتېر شوي وو، ویشتي او وژلي دی.

دا پېښه د اذربایجان په جنوب کې د ایران پولې ته نېږدې شوې ده.

د اذربایجان سرحدي ځواکونو خبر ورکړی چې د اتو او۱۰ ترمنځ وسله وال د ایران له خاورې اذربایجان ته ور اوښتي وو.

د اذربایجان د سرحدي ځواکونو خبرپاڼه وايي چې دې وسله والو پر پوله د اوښتو پرمهال د امنیتي ځواکونو خبرداري ته پام نه وو کړی او پر سرحدي پولیسو يې متقابلې ډزې هم کړې وې.

خبرپاڼه زیاتوي چې لږترلږه دوه مشکوک کسان نیول شوي دي.

اذربایجاني چارواکي وايي چې د دې ډلې د نورو غړیو په اړه چې ښايي پټ شوي، څېړنې او د موندلو لپاره یې د تلاشۍ عملیات روان دي.