د بریتانیا شهزاده او مېرمن یې د بالکان هېوادونو ته ځي

د بریتانیا شهزاده چارلس او د هغه مېرمن کمیلا به نن د بالکان د حوزې هېوادونو ته شپږ ورځنی سفر پيل کړي چې کرویشیا، سربیا، مونټې نګرو او کوسوو په کې شاملېږي.

د بریتانیا د شاهی کورنۍ دا غړي به نن د کرویشیا مرکز زغرب ته ورسېږي او د کرویشیا ولسمشر کولیندا ګرابر کیتاروویچ به یې هرکلی وکړي.

د بریتانیا شهزاده او مېرمن به یې په زغرب کې د نوې ښار تاریخي سیمې ته ورشي او د هغو تاریخي سیمو او ودانیو د بیارغونې په اړه به معلومات ترلاسه کړي چې له۱۹۹۱ تر ۱۹۹۵میلادي کلونو کې د پخوانۍ یوګوسلاویا د کورنۍ جګړې پرمهال ویجاړې یا تخریب شوی.