د کونړ په شیګل کې د پولیو یوه نوې پېښه ثبت شوې

د کونړ د عامي روغتیا ریاست مشر وایي چې په شیګل ولسوالۍ کې د پولیو یوه نوې پېښه له دوی سره ثبت شوې ده.

ډاکټر احسان الله فضلي ازادي راډيو ته وویل چې په روان لمریز کال کې د پولیو دا درېیمه مثبته پېښه ده چې د کونړ په نا امنو سیمو کې پیدا کېږي.

له بلې خوا د کونړ والي وحیدالله کلیمزی وایي چې له تېرو څو کلونو راهیسې په یوشمېر سرحدي او نا امنو سیمو کې د فلج ضد واکسینونو د کمپاین مخالفت کېږي.

نوموړی وایي، له همدې امله د واکسین په هر کمپاین کې زرګونه ماشومان د پولیو ضد واکسین له تطبیق نه بې برخې پاتې کېږي.