په پکتیا کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۳۰۸ تنه نیول شوي

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې د ۱۳۹۴ کال د پيل نه تر دې دمه يې د بېلابېلو جرمونو په تور ۳۰۸ تنه نيولي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړي دي.

د پکتيا امنيه قوماندان قادرګل ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان د غلا، سړي تښتونې، ځمکو غصب او نورو جرمونو په تور نيول شوي دي.

دا کسان په داسې حال کې نیول شوي چې د دغه ولایت اوسیدونکي وایي چې اکثريت نيول شوي او مجرمين د پيسو او ځنیو فشارونو په زور له بنده خوشي کېږي.