د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش ډلې ۱۲غړي وژل شوې دي.
د دغه وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دې ډلې ته دا تلفات د یوه ماین د چاودنې له امله اوښتی دی.
همدانګه دغه وزارت وایي چې په دې چاودنه کې د داعش ډلې ۲۱ نور جنګیالي ټپیان شوې دي.