د سوریې د رژیم استازي او د اپوزېسیون ډلې د سولې خبرې پیلوي

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د رژيم او د اپوزېسیون ډلو د استازو ترمنځ نن په جنيوا کې د سولې مذاکرې پيل شي.

د دغو خبرو هدف د سوريې د حکومت او د اپوزېسيون د جنګياليو ترمنځ د نازک اوربند ټينګښت دى.

د اوربند په موافقه کې د القاعده سختدريځې وسله وال او د اسلامي دولت ډلې يا داعش جنګيالي شامل نه دي، د جنيوا په مذاکرو کې هم څوک د دوى استازيتوب نه کوي.

د سوريې په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي سټيفون ډي ميسټورا وويل چې د جنيوا غونډه به تر ۱۰ ورځو زيات وخت ونه نيسي.

په همدې حال کې روسيې له ډي ميسټورا غوښتنه کړې چې د سوريې کردان هم د جنيوا د سولې په مذاکرو کې شامل کړي.

د مرکچيانو عالي کمېټه چې سعودي عربستان يې ملاتړ کوي او د سوريې د اپوزېسيون څو ډلې يې تر چتر لاندې فعاليت کوي، وايي د داسې يوه انتقالي حکومت غوښتنه به وکړي چې بشپړ اجرائيوي صلاحيت ولري، دغه راز بشارالاسد يا يې بل نېږدې متحد په کې شامل نه وي.

خو د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المُعلم ويلي چې له واک څخه د اسد د لېرې کېدو لپاره د اپوزېسيون غوښتنه سره کرښه ده.

ده وويل چې دا کار به په جنيوا کې د مذاکرو د ناکامۍ سبب شي.