لاوروف: ترکیې د سوریې د ننه ځواکونه ځای پر ځای کړي

روسیې پر ترکیې تور لګولی دی چې د سوریې په سرحد کې څو سوه متره دننه یې خپل ځواکونه ځای پرځای کړي څو د سوریې په شمال کې د کردي ډلو د سنګرونو د استحکام مخه ونیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف په یوه ټلویزیوني مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، مسکو په سوریه کې دننه د ترکیې د پوځي حضور د پراخولو په اړه کره اسناد لري.

"ترکیې په سوریه کې د کرد ډلو د سنګرونو د پیاوړتیا د مخنیوي غوښتنه کوله او بیا یې دا خپل مسلم حق وباله چې د سوریې په خاوره کې دننه یو امنیتي زون جوړ کړي، زموږ د معلوماتو له مخې دوی لا دمخه له سرحد څخه څو سوه متره وړاندې سوریې ته دننه اوښتي او استحکامات جوړوي."

د لاوروف د څرګندونو په اړه ترکي چارواکو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې انقرې د جنوب ختیځ په دوو کرد مېشتو ښارونو کې پر تګ راتګ بندیز لګولی.

په دې سیمه کې د کردستان د کارګرانو د ګوند PKK د جنګیالیو پرضد د عملیاتو د پیل لپاره امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي.

د سوریې جګړې د ترکیې او روسیې ترمنځ په اړیکو کې ستر بحران رامنځ ته کړ.

روسیه وايي چې کردان باید په سوریه کې د جګړې د ختمولو لپاره په ټولو ډيپلوماټیکو هڅو کې شامل وي.

د روانې میاشتې په پیل کې لاوروف ویلي و چې د سولې له هڅو څخه کردانو ایستل به په سوریه کې د مېشتو وګړو د یوې لویې ډلې پر حقونو تیری وي.