افغان حکومت غواړي د کابل د نوې ښار لپاره په باریکاب سیمه کې یوه تجارتي ساحه جوړه کړي.
د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې وايي چې په دې اړه پرون د ولسمشر په ګډون د اقتصادي مدیریت عالي شورا په غونډه کې بحث وشو او د نوې کابل د پراختیا ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د باریک اب د اقتصادي ساحې د مدیریت لپاره خپله طرح جوړه او ولسمشر ته یې وړاندې کړي.
په پام کې ده چې له دې پارکونو څخه د کابل، پروان او کاپیسا د کرنیزو محصولاتو د پروسس او ساتنې لپاره کار واخیستل شي.
د افغانستان د سوداګرۍ د خونو مرستیال خان جان الکوزی چې په غونډه کې حاضر و، له ازادي راډیو سره په خبرو کې د باریکاب د تجارتي ساحې جوړول یو ګټور اقدام وباله.
"د پروان او کاپیسا او د کابل د اړوندو ولسوالیو کروندګرو ته او د هغو تازه میوو د پروسس لپاره چې هلته تولیدیږي پر دې پارک کار کېږي."
ښاغلي الکوزي زیاته کړه چې د دې صنعتي پارکونو د جوړولو په لومړي پړاو کې شاوخوا ۸۹۰ هکتاره ساحه په پام کې نیول شوې ده چې سوداګرو ته به په ارزانه بیه ورکړل شي.